په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

له ډوبې شوې کشتۍ تر اوسه ۱۶۰ کسان ژغورل شوي

اندونیزيا کې د ژغورنې کارکوونکو استراليا ته د تلونکو پناه غوښتونکو د هغې بېړۍ د سپرليو د ژغورلو لپاره هڅو ته دوام ورکړى چې د بدې هوا له کبله د جاوا په څنډو کې ډوبه شوې ده.

تر اوسه تر ۱۵۰ ډېر کسان ژغورل شوي، خو اټکل کېږي چې شاوخوا ۵۰ تنه نور بې درکه دي.

ويل کېږي د بيړۍ سپرلۍ د عراق، سريلانکا، ايران او سوريې وګړي دي.

په همدې اړه مو په استراليا کې مېشت د افغان کډوالو د ټولنې له مشر خالق فضل سره مرکه کړې او لومړى مو پوښتلی چې وروستي چې تر اوسه څومره کسان ژغورل شوي دي؟