په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د کراچۍ فوټبال چاودنې ماشومان وژلي

د پاکستان په کراچۍ ښار کې پولیس وايي هغه چاودنه کې چې د فوټبال له یوې لوبې وروسته وشوه لږ تر لږه ۱۱ کسان وژل شوي دي.

تر ۲۰ ډېر نور په کې ژوبل شوي چې ډېری یې ماشومان دي.

دغه بم په یوه موټر سایکل کې ځای پر ځای شوی و او د فوټبال لوبغالي ته نژدې وچاودېد.

د ایمل پسرلي رپوټ