په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

کوچنی اختر په بي بي سي کې

د افغانستان له پاره پښتو او دري خپرونو د کوچني اختر په لومړی ورځ درې ساعته ژوندۍ خپرونه لرله.

په خپرونه کې شعرونه، سندرې، ټوکې، اتڼ او له اورېدونکو سره د زړه خواله وو.

د خپرونې چلوونکي سپين تڼی او شهباز ایرج وو.

لندن سټوډیو ته سندرغاړي او اتڼچيان هم راغلي وو او په کابل سټوډیو کې مېلمانه ممنون مقصودي او عیسی جانان وو.