په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د فکر لارې دویمه خپرونه

د فکر لارې په دې دویم بحث کې د ښځو پر ستونزو او لاس ته راوړنو غږېږو.

په دغه بحث کې د ښځو د حقونو فعاله او د دوکتورا محصله اورځلا اشرف، د ژونالیزم پوهنځي محصله سارا بشرمل او ځوان بلاګ لیکونکی محمد مدثر اسلامي ګدون کړی وو.

دغه بحث له شمشاد تلویزیونه د اګست په ۱۶مه نېټه د ماښام پر شپږ بجو او ۳۰ دقیقې لیدل مه هېروئ.

تکرار یې د شنبه په ورځ د افغانستان پر وخت د سهار په ۱۱ بجې خپرېږي.

وړاندې کوونکی: ایمل پسرلی

پروډیوسر/جوړونکی: اسمعیل میاخیل

فکر لارې

فکر لارې د بي بی سي د بحثونو نوې لړۍ ده چې هره میاشت د افغانستان پر بېلا بیلو مسایلو ځوانان غږوي.

لومړنی بحث مو پر دې را څرخېدو چې ایا لویدیځ مېشتي افغان ځوانان هېواد ته بېرته ستنېدای شي؟