په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

نیپال سره د افغان لوبډلې د بریا ارزښت؟

د افغانستان د کرېکېټ ملي لوبډلې نن د نیپال له ملي لوبډلې سره یو په زړه پورې لوبه وکړه، او په یوه سخت پړاو کې یې وګټله.

دغه سیالۍ چې د اېمرجېنګ کپ په نوم دي د آسیايي لوبډلو ترمنځ ده چې افغانستان په A ډله کې دی.

د لوبې پچه یا ټاس نیپالي ډلې وګاټه او مقابل لوري ته یې د منډو جوړولو بلنه ورکړه.

د لوبې نور جزیات مو له نور محمد مراد نه وپوښتل. ښاغلی مراد د کرېکټ بورډ اجرایوي مشر دی.