په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

کرزی به پاکستان وهڅوي چې طالبان د خبرو مېز ته راولي

اسلام اباد کې د افغانستان سفیر عمر داودزى وایي د ولسمشر حامد کرزي د سفر پر مهال به افغان غاړه پر پاکستان ټینګار وکړي چې طالبان د سولې عالي شورا سره د مذاکرې مېز ته کښېني.

ټاکلې شوې ښاغلي کرزی راتلونکې اوونۍ کې پاکستان ته سفر وکړي.

افغان سفیر په اسلام اباد کې د بي بي سي خبریال طاهر خان سره په مرکه کې وویل چې په تېر کې شویو سفرونو د سولې په برخه کې لاس ته رواړنې نه لرلې.

په سر کې ښاغلي داودزی د سفر د احتمالي پایلو په اړه غږېږي.