په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

مبارک او زامن یې بیا محکمې ته حاضر کړای شول

د مصر پخوانی ولسمشر حسني مبارک، د هغه دوه زامن او د حسني مبارک د ژریم د مهال ځینې نور چارواکي نن بیا محکمه ته حاضر کړای شول.

پر دوی په ۲۰۱۱ کال کې د حسني مبارک د رژیم پر ضد د مظاهره کوونکو د وژلو یا د هغو په وژلو کې د لاس لرلو او ځینې نور تورونه دي.

په همدې حال کې د مظاهره کوونکو په وژلو کې د لاس لرلو په تور د اخوان المسلمین ګوند د مشر محمد البدیع او د هغه د دوو مرستیالانو محاکمه ځنډول شوې ده.

په مصر کې افغان خبریال د خبرو په پیل کې د حسني مبارک، د هغه د زامنو او نورو چارواکو د نننۍ محاکمې حال وايي.