کابل کې د کریکټ لوبغاړو ستنېدو هرکلی

د افغانستان د کریکټ ملي لوبډله د نمیبیا او سنګاپور له سیالیو او بریاوو وروسته د سې شنبې پر ورځ کابل ته ستنه شوه. افغانستان د دغو سیالیو په لړ کې نیپال، هندوستان او سنګاپور ته هم ماتې ورکړې. که څه هم افغانستان په دې لوبو کې له پاکستانه ماتې وخوړه، خو د کریکټ بورډ چارواکي وايي، دا لوبې د افغان کریکټ لپاره ډېرې ښې او د ډېرې تجربې ترلاسه کولو په مانا وې.

زموږ همکار فرهاد محمدي د دغې لوبډلې د راستنېدا پرمهال د کابل هوايي ډګر کې د دغې لوبډلې عکسونه اخیستي، چې پښتو وېبپاڼه یې په منندې خپروي.