په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

'زورواکي' د برېښنا محصول نه ورکوي

د افغانستان د برېښنا شرکت ويلي يو شمېر حکومتي چارواکي، ځينې پخواني جهادي قوماندانان او زورواکي کال کې شاوخوا ۳۰ ميليونه ډالره د برېښنا د تعرفو د نه ورکړې له کبله په ناقانونه توګه خپلو جېبونو کې اچوي.

د دغه شرکت په وينا د دغو کسانو شمېر نژدې څلور سوو ته رسېږي. د برېښنا شرکت نن د پوليسو په مټ د يو شمېر دغو کسانو پر کورونو برېښنا پرې کړه.

دا چې د برېښنا شرکت د غه ګام به په څومره کې دغه زورواکي چې د ډېرو په وينا ځانونه تر قانون لوړ ګڼي اړ کړي چې له برېښنا څخه ناوړه ګټه اخيستنه ودروي په همدې اړه مو د برېښنا موسسې د کابل له مشر انجينير عبدالوکيل ناصري سره مرکه کړې او لومړى مو ور نه پوښتنه کړې چې څومره وخت کېږي چې دغو کسانو د برېښنا خپلې تعرفې نه دې ورکړي