په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

روسیه ځینې افغان بنسټیزې پروژې رغوي

روسيې له افغانستان سره داسې هوکړه لیک لاسلیک کړی، چې له مخې به یې روسیه د نغلو برېښنا کوټ لپاره دویم سټیشن جوړوي او درونټې د برېښنا کوټ او د سالنګ لویه لاره به بیارغوي. دغه راز روسیې د هوايي چلند په برخه کې داسې هوکړه لیک هم لاسلیک کړ، چې له مخې به یې له کابله مسکو ته او له مسکو کابل ته مخامخ الوتنې پيل شي.

د روسیې د سوداګر او چارواکو یو لوړ پوړی پلاوی، چې له تېرو دوو ورځو راهیسې په کابل کې له افغان لوري سره په خبرو بوخت وو، وویل چې روسیه به د انرژۍ ، کانونو، زرغت، لوړو زده کړو او ټرانسپورټ په برخه کې له افغان حکومت سره هم مرستې وکړي.

دارنګه روسیي اعلان وکړ، چې په افغانستان کې هغه لویې پروژې، چې پخوا یې جوړ کړې وې او بېرته ویجاړې شوې، له سره ورغوي. د افغانستان حکومت د روسیې له لورې نویو ژمنو ته هیله من ښکاري او تمه ښيي، چې ژر به پیل شي. د اقتصاد وزیر عبدالهادي ارغندیوال وویل، چې دغه ژمنې به د کابل او مسکو ترمنځ اړیکې لا سره پراخې کړي.

په کابل کې زموږ همکارحفیظ الله معروف د روسي پلاوي، له یوه غړي او د روسیې د سوداګرۍ خونې له مشر الکساندر سره په مرکه کې له افغانستان سره د مسکو پر نویو ژمنو غږېدلی دی.