په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د پاکستان له لوري خوشي شوي طالبان څوک دي؟

پاکستان د اوو تنو طالب بنديانو خوشي کولو اعلان کړی دی.

دغه ګام په افغانستان کې د سولې له بهير سره د مرستې په موخه اخيستل شوی دی.

د پاکستان بهرنيو چارو وزارت يوه اعلاميه کې ويلي د خوشي شويو ترمنځ لږترلږه يو جګپوړی اورپکی دی، او د دوی د ګام موخه دا ده چې "د افغان روغې جوړې لپاره لار هواره شي."

افغان ولسمشر حامد کرزي د تېر اګست وروستيو کې د سولې بهير پرمختګ سره مرستې په موخه اسلام اباد ته سفر وکړ.

دا چې خوشي شوي بندیان څوک دي، پېښور کې د چارو له شنونکي رحيم الله يوسفزي سره يې دې مرکه کې واورئ.