په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

ولې د ښځینه اولادونو زېږولو پړه پر میندو اچول کېږي؟

په پاکستان کې یوه سړي په دې خاطر خپله یو نیم کلنه لور سیند ته واچوله چې مېرمنې یې بله لور وزېږوله.

دغه سړي د ښځینه اولاد زېږولو پړه پر خپلې مېرمنې اچوله او د کست اخیستلو لپاره یې د خپلې ماشومې لور ژوند ترې واخیست.

ډېر ځله به مو لیدلي یا اورېدلي وي چې که د چا مېرمنه په پرله پسې ډول ښځینه اولادونه زېږوي په بېلا بېلو ډولونو ګواښل کېږي.