په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

کب نیونه د چاپېریال ساتنې له پلوه څومره د اندېښنې وړ ده؟

په افغانستان کې چاپېریال ساتونکو د کبانو پر نامسولانه ښکار اندېښنه ښوولې او وايي که یې مخه ونه نیول شوي د ځینو کبانو نسل به بیخي ورک شي.

د افغانستان د چاپېریال ساتنې ادارې مرستیال عبدالولي مدقق د قانون پر پلي کوونکو ادارو غږ وکړ چې د کبانو د ناقانونه ښکار مخه ونیسي.

په دې اړه مو د افغانستان د چاپېریال ساتنې ادارې له مرستیال مشر عبدالولي مدقق سره خبرې وکړې او لومړی مو ترې وپوښتل چې دغه ډول کب نیونه د چاپېریال ساتنې له پلوه څومره د اندېښنې وړ ده؟