په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

کابل د تاجکستان کرېکټ لوبډلې روزنې ته هوکړه وکړه

د تاجکستان له خوا د هغې غوښتنې په ځواب کې چې له افغانستانه یې د کرېکټ لوبډلې د روزنې په برخه کې کړې وه د افغانستان کرېکټ بورډ له تاجکستان سره د لوبډې د روزنې او تخنیکي برخه کې د مرستو اعلان وکړ.

په دې ترڅ کې به د تاجکستان د کرېکټ لوبډله د نومبر په میاشت کې له افغان لوبډلې سره یو لړ لوبې وکړي.

ابراهیم امیري د افغانستان د کرېکټ بورډ له اجرایوي مشر ډاکټر نور محمد مراد سره مرکه کړې او په پیل کې یې د اعلان شوې مرستې جزییات درې غوښتي.