په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

ټاکنو کې د مفسدينو د درېدا مخه څرنګه نیول کېدی شي؟

په افغانستان کې د راتلونکو ولسمشريزو او ولايتي شوراګانو لپاره د نوم ليکلو لړۍ د سپتمبر په ١٦ مه د دوشنبې په ورځ رسما پيل شوه.

د نوم ليکلو دغه لړۍ به له پيل نه تر پايه شل ورځې دوام کوي.

د افغانستان د اساسي قانون تر مخې ولسمشر کرزى د دريم ځل لپاره ځان نه شي کانديدولى او نه يې هم تر اوسه په ښکاره له کوم ممکنه کانديد نه ملاتړ په ډاګه کړى دی.

په افغانستان کې د فساد پرضد د مبارزې افغاني شبکې او ګڼې نورې مدني ټولنې هیله کوي چې را روانو ټاکنو ته داسې کسان و نه درېږي چې لاسونه يې د ولس په وينو سره وي، فساد کې کې ښکېل وي او يا هم بشري حقونو نه په سرغړونو تورن وي.

دا اوونۍ په دې غږېږو چې څرنګه کېدى شي په راتلونکو ولسمشريزو او د ولايتي شوراګانو په ټاکنو کې د هغو کسانو د درېدا مخه ونيول شي چې بشري حقونو نه په سرغړونه او اداري فساد کې په لاس لرلو تورن دي؟

د ستاسو غږ په دې اوونۍ کې همدا موضوغ څېړو.