په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

پېلوځی: د ډار ليکنې هنر

Image caption سټېفن کېنګ چې اوس ۶۵ کلن دی، وايي ليکنه کې يې خورا پرمختګ کړی

د امريکا تر ټولو غوره پلور کتابونو ليکوال سټېفن کېنګ، چې په ۱۹۷۷ کال کې يې (دا شاينېنګ) ناول ليکلی و، وايي ۳۶ کاله وروسته په يو تازه ناول کې د دغې کيسې مرکزي کرکټر يا څېرې ته ورستنېږي.

(ډاکټر سليپ) به د (دا شاينېنګ) کيسې سره تړلی ناول وي، دا چې لوستونکي به يې څه غبرګون ښيي، دی وايي په اړه يې تلوسی دی او ادبي وېبپاڼې ګوري.

ښاغلی کېنګ چې اوس ۶۵ کلن دی، وايي د ليکنې کيفيت او څرنګوالی يې له هغه راهيسې چې (دا شاينېنګ) يې د خپل عمر په ۲۸ کلنۍ ليکلی، ښه شوی دی.

سټېفن کېنګ د اوسنۍ زمانې د وېرې، تلوسې او ساينسي خيال مخور ليکوال بلل کېږي، کتابونه يې په لسګونو مليون پلورل شوي، او ځينې ناولونه يې په فلمونو انځور شوي دي.

(دا شاينېنګ) چې د تېرې پېړۍ ۷۰ لسيزه کې د ده درېيم چاپ شوی ناول و، تر ټولو غوره پلور ځای يې ونيو او د وېرې يا ډار ژانر ليکنه کې يې يوه ځلېدلې ستوري په توګه د کېنګ ځای ډاډمن کړ.

د سټېفن کېنګ (دا شاينېنګ) ناول کيسې پر بنسټ په ۱۹۸۰ کال کې د سټنلې کوبرېک له خوا فلم جوړ شو.

د کيسې مرکزي څېره چې يو ليکوال دی، په يو ګوښه هوټل کې دنده پيلوي، زوی يې داسې رواني توان لری چې له تېر او راتلونکي شيان ګوري.

سړی چې له کورنۍ سره هوټل کې مېشت شوی، ورو ورو د خيالي شيانو د شته والی تر اغېز لاندې راځي او لېونتوب ته ورښويېږي، او بيا د خپلې مېرمنې زوی د وژلو هڅه کوي.

کېنګ بي بي سي ته وويل دغ فلم نه و خوښ شوی، ځکه چې په وينا يې سوړ و، او د ده په ليکنه کې تودوالی دی.

د کېنګ څه د پاسه ۵۰ ناولونه چاپ شوي، ده خپلو خبرو کې يې دا هم ومنله چې د هغه پرتله چې ليکنه يې پيل کړې وه، نقادان يې مهربانه شوي دي.

د ده نوی ناول ډاکټر سليپ د هغه ماشوم برخليک څاري چې د (دا شاينېنګ) ډاروونکو پېښو ژوندی پاتې شوی دی.

ټاکل شوې د ده دغه تازه ناول د روان ۲۰۱۳ کال دسمبر پر ۲۴ مه له چاپه راووځي.

Image caption د ښاغلي کېنګ (ډاکټر سليپ) دغه تازه ناول د روان ۲۰۱۳ کال دسمبر کې له چاپه راووځي

د ډار خيال يا د ډار ليکنه يو ادبي ژانر دی، چې موخه يې د لوستونکي ډارول وي يا د وېرونې توان ولري.

داسې ليکنه د وېرې او ډار چاپېريال جوړوي، او کېدی شي د کيسې څېرې يې ريښتيني يا هم خرافي يا ريښتيمې نه وي.

دا چې د وېرې او ډار ليکنه ادب کې څومره ارزښت لري، څنګه يې وده کړې، پښتو ډرامو کې د ډار ليکنې څومره مخه شوې؟

پر دې او نورو پښتنو پېلوځي کې بحث لرو، چې اسټراليا کې مېشت ليکوال او د سېدني پوهنتون استاذ احسان الله ازري ستانکزی او هم له پېښوره ليکوال او اديب نورالبشر نويد راسره خبرې کوي.