څنګه په افغانستان کې سوله ټینګېدای شي؟

ملګرو ملتونو دسپټمر ۲۱ نېټه د سولې نړیواله ورځ اعلان کړې او په افغانستان کې بیا روانه ټوله اونۍ د سولې او ملي یوالي لپاره نومول شوې. سوله، هغه ارمان، چې ټول افغانان ورته لیوالتیا لري او غواړي یې.

د افغانستان دولت او نړیوال ملګري یې له کلونو راهیسې د افغانانو د دغه ارمان د پوره کولو لپاره هڅه کوي، خو په څرگنده داسې ښکاري چې لا هم اوږده او سخته لاره په مخ کې پرته ده.

د سولې د نړیوالې ورځې او د دې اونۍ د لمانځلو یواځینی هدف له تاوتریخوالي پرته لږ تر لږه د یوې ورځې تجربه کول او سولې ته د ښکېلو اړخونو هڅول دي.

د یکشنبې په ستاسې نظر خپرونه کې، له تاسې اورو چې څنګه په افغانستان کې سوله ټینګېدای شي؟

تاسې په خپلو کلیو او بانډو کې څنګه سوله راوستلای شئ؟

ستاسې له نظره د دولت له وسله والو مخالفانو سره دسولې بهیر، دهغوی له مشرانو را پيل شي او که د جګړې په ډګر کې له شته جګړه مارو؟

دولت د سولې بهیر لپاره لا ډېر څه کولای شي؟

که غواړﺉ په دې پروګرام کې خپل نظر راسره شريک کړﺉ، نو د یکشنې په ماښامنۍ خپرونه کې په دې شمېره راته زنګ ووهئ.

۰۰۹۳۲۰۲۲۰۲۳۰۰

دارنګه کولای شئ، د بي بي سي پر پښتو فېسبوک پاڼه هم خپل نظر یا پوښتنه راته پریږدﺉ، چې دخپرونې پرمهال یې درته خپاره کړو.