په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

آزاده جرګه، یولسمه برخه: ښځې - وده که شاتګ

پرمختگونه يې له پامه نشي غورځېداى، خو نړيوالې څېړنې لا اوس هم افغانستان د ښځو لپاره تر ټولو خطرناک هېواد بولي.

دا ارزونه له دې سره سره کېږي چې په دغه هېواد کې د ښځو د ژوندانه د ښه کېدو لپاره لسگونه ميليونه ډالر لگول شوي دي.

البته اوسنى حالت له ١٩٩٠ مو کلونو سره په هېڅ ډول د پرتلې وړ نه دی چې ښځې پکې د دويمې درجې وگړي کچې ته وغورځېدې او آن له ډېرو عادي انساني حقونو- لکه زده کړو او کار څخه بې برخې شوې.

خو هغه کوم عوامل دي چې لاهم په افغانستان کې د ښځو د حالت د لا ښه کېدو مخه نيسي؟

آزاده جرگه په دې گڼه کې پر همدې مسالو له دغو مېلمنو سره غږېږي:

د ولسمشر يوه ويانده عادله راز

د ښځو وزارت يوه پخوانۍ مرستياله تاجور کاکړ

د قبايلو او سرحدونو چارو وزارت سرپرست ډاکټر اکرم خپلواک

په ولسي جرگه کې د ديني کميسيون غړى عبدالستار خواصي

او د ښځو د حقونو يوه فعاله نجلا ايوبي

آزادې جرگې له بېلا بېلو ولايتونو نه لسگونه کسان له دغو مېلمنو څخه د پوښتنو لپاره رابللي وو.

د خپرونې دا گڼه د بابر بڼ د ملکې په ماڼۍ کې جوړه شوې وه.

آزاده جرگه د بي بي سي او د افغانستان د ملي راډيو ټلوېزون گډه خپرونه ده چې شعيب شريفي يې چمتو کوونکی او داود جنبش يې وړاندې کوونکى دى.