په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د ثور کودتا د ۵ زرو قربانیانو فاتحه اخیستل کېږي

د افغانستان حکومت پرېکړه کړې چې د راتلوونکې دوشنبې په ورځ (سپتمبر ۳۰مه) د هغو پنځو زرو کسانو فاتحه واخلي چې د ثور تر کودتا وروسته د وخت د زورواکو له خوا له حکومت سره د مخالفت په تور وژل شوي وو.

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي ولسمشر کرزي دغه پرېکړه له جهادي او سیاسي مشرانو سره تر غونډې وروسته وکړه.

په دې لړ کې به د غمرازۍ په توګه د افغانستان بیرغ د دوو ورځو لپاره نیم ځوړند وي.

د ۵۰۰۰ قربانیانو دغه لیست تېره اوونۍ د هالینډ حکومت په ډاګه کړ چې زیاتره د هغو کسانو نومونه په کې دي چې څه باندې ۳۰ کاله دمخه وژل شوي وو خو د مرګ یا ژوند په اړه یې هیڅ مالومات نه وو.

د لیست خپرېدو یو شمېر پوښتنې راپورته کړي.

په دې ډول وژنو کې ښکیلو کسانو سره باید څه وشي؟

آیا په تېرو دریو لسیزو کې دې ډول وژنو کې ښکیل کسان محاکمه کېدای هم شي که څنګه؟

د افغانستان اوسني حالت ته په کتو انصاف مهم دی که ثبات؟

دا او نورې پوښتنې مو په یوه ځانګړي بحث کې څېړلي چې میلمانه یې درې کسان دي.

په فرانسه کې میشت د کابل پوهنتون د حقوقو پخوانی استاد ډاکټر روستار ترکی.

د ثور له کودتا وروسته د نور محمد ترکي په حکومت کې جګپوړی چارواکی او د حفیظ الله امین په حکومت کې د کورنیو چارو وزیر فقیر محمد فقیر او د پرچم ډلې یو فعال غړی اصف بکتاش.

د بحث کوربه داؤد اعظمی دی.