په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د ډاکټر نجیب الله د روغې جوړې تګلاره ولې ناکامه شوه؟

د سپتمبر ۲۷مه له هغې ورځې سره سمون خوري چې طالبان ۱۷ کاله دمخه کابل ته ننوتل او د شوري پلوه رژیم مشر ډاکټر نجیب الله یې اعدام کړ.

ډاکټر نجیب الله د خپل واک په وروستیو کلونو کې د افغانستان د لانجې د هواري لپاره د ملي پخلاينې تگلاره اعلان کړه خو د يولړ لاملونو له کبله تگلاره خپلې موخې ته ونه رسيده.

په جرمني کې ميشت د ډاکتر نجيب الله د وطن گوند يوه سياسي فعال فقيرمحمد ودان په وروستيو کې د دغې تگلارې په اړه يو کتاب ليکلي دى.

متین سمسور له ښاغلي ودان سره د ډ اکتر نجيب الله د ملي پخلاينې د تگلارې د ماتې د لاملونو په اړه يوه مرکه کړې او په پیل کې یې ترې پوښتلي چې ډاکتر نجيب د کومو مجبوريتونو له مخې دغه تگلاره اعلان کړه؟