په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

قطب الدین هلال ولسمشرۍ ته ځان کاندید کړی

د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي د سیاسي کمیټې پخواني غړي قطب الدین هلال بي بي سي ته وویل، چې دی د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو خپلواک کاندید دی.

نوموړي هغه رپوټونه رد کړل، چې ګنې دی د ښاغلي حکمتیار په استازیتوب ولسمشرۍ ټاکنو ته دریږي، خو ښاغلی هلال وايي، چې د بریالې کېدو په صورت کې به د ګلبدین حکمتیار ټولې غوښتنې پوره کړي.

هغه زیاته کړه، چې د بدلون لپاره له ټاکنو بله لاره نشته او وايي له نړیوال ټولنې سره اړیکو ته اړتیا لري، خو زیاتوي چې د ده په ټکو دغه اړیکې د اشغال په مانا نه وي.

په کابل کې زموږ له همکار حفیظ الله معروف سره په ځانګړې مرکه کې هغه وویل، که بریالی شي، اساسي قانون کې به بدلون راوړي خو اوسنۍ ټاکنې د همدغه قانون له مخې مخ ته وړي.