په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

کلېک: د ټکنالوژۍ اوونيز وېډيويي رپوټ

د ساینس او ټکنالوژۍ له ډګره وروستي خبرونه په ويډيويي بڼه د "کلېک" په خپرونه کې وينئ.

دا اوونۍ په کې د مايکروسوفټ سرفېس۲ راوتلو، د شهرت زیاتولو شرکتونو جريمه کولو، د ايفون۵ اېس هکېدا او د بې پيلوټه اېف۱۶ الوتنې خبرونه ګورئ.

که د کلېک خپرونې په اړه نظر لرئ نو مهرباني وکړئ د بي بي سي پښتو فېسبوک پاڼه کې يې د کلېک ويديويي رپوټ ترڅنګ وليکئ يا يې هم د بي بي سي پښتو ټوېټر له لارې راسره شريک کړئ.