په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

"له کینیا سره به د یوه نوي پلان له مخې لوبه وکړو"

د افغانستان د کرېکېټ بورډ چارواکي وايي سبا ته په شارجه کې د کینیا له لوبډلې سره د سیالۍ لپاره د افغان لوبډلې تیارۍ ښې دي او د یوه نوي پلان له مخې به لوبه وکړي.

تر دې وړاندې د افغان لوبډلې د کینیا لوبډلې ته په دوو بېلا بېلو سیالیو کې کمسارې ماتې ورکړې ده.

له ابراهیم امیري سره د مرکې په پیل کې د افغانستان د کرېکېټ بورډ د رسنیو مسئول او ویاند فرید احمد هوتک د سبانۍ (اکتوبر څلورمه) لوبې لپاره د افغان لوبډلې پر تیاریو غږېږي.