په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

یوه پیغله جلۍ څه چانسونه لري؟

کله چې یوه پیغله جلۍ ژوند پیلوي د ژوند دا سفر هغه چیرته بیايي؟

هغسې چې هلکان د عمر له زیاتېدو سره چانسونه ترلاسه کوي آیا نجوني یې هم ترلاسه کوي؟ یا هغه د هلکانو په پرتله له ډېر خطرونو سره مخامخ کېږي.

له هغه وخت راهیسې چې ښځو په ټاکنو کې د رایې ورکولو حق ترلاسه کړ څه باندې ۱۰۰ کاله تېرېږي خو اوس هم په ځینو ټولنو کې یوازې نارینه واکمن دي؟

په ټوله نړۍ کې په میلیونونه نجوني نه توانېږي چې خپلې زده کړې بشپړې کړي.

خو له دې هر څه سره سره اوس نړۍ د ښځو لپاره د پخوا په پرتله یو ښه ځای دی.

په دې ویډیو کې د ښځو له سترګو چې د نړۍ نیمايي نفوس دی نړۍ ګورو.