په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د ولسمشرۍ ټاکنو يوازنۍ ښځينه کانديده

د افغانستان په راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو کې يوازنۍ ولاړه ميرمن، خديجه غزنوي ده.

هغه چې د کابل پوهنتون د حقوفو له پوهنځي فارغه شوې وايي، د ملي سولې او پيوستون په نامه د يو ټولنيز سازمان د مشرۍ تر څنگ سوداگريزې چارې هم پر مخ بيايي.

اغلې غزنوي وايي د افغانستان په تيرو پارلماني او ولسمشريزو ټاکنو کې يې برخه نه ده اخيستې، خو دا پلا د ځينو دوستانو په هڅونې يې دغه گام پورته کړى.

ميرمن غزنوي درې ماشومان لري چې يوه يې لور او دوه يې زامن دي او خاوند يې پخوا مړ شوی دی.

په کابل کې زموږ همکار محمود کوچي له اغلې غزنوي سره د يوې مرکې په سر کې لومړى دا پوښتنه کړې چې هغې ولې دغې څوکۍ ته ځان نومولى دى؟