په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د کونړ چپې درې ولسوالۍ او د طالبانو محکمې

  • 14 اکتوبر 2013 - 22 تله 1392

د ولسمشر حامد کرزي د دولس کلنې واکمنۍ په تېرېدو سره چې د ولس په مخامخ رايو واک ته رسيدلى لا هم د افغانستان په یو شمېر سيمو کې د ښې حکومتوالۍ نښې نه ښکاري.

خلک د طالبانو تر سيوري لاندې جوړو شويو محکمو ته خلک د خپلو مسلو د هوارولو لپاره ورځي. له دغو محکمو نه يوه هم د افغانستان په ختيزولايت کونړ کې د چپې درې ولسوالي ده.

د کونړ په څلورو ولسواليو کې قاضيان او څارنوالان نشته په دې اړه زموږ همکار بلال سروري له دوو تنو سره خبرې کړي يو يې هغه څوک دى چې په رسمي توګه له افغان حکومت سره د قضا دنده ترسره کوي او بل د وسله والو طالبانو د قضا په برخه کې دنده ترسره کوي.