په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

پر حلقوي سړک ژوند: لومړۍ پروگرام، له هراته تر دلارام

د افغانستان د حلقوي سړک د بیارغونې په اړه له ژمنو یوه لسیزه وروسته د بي بي سي د افغان سروېس خبریالانو پر دغه ۳۳۶۰ کلومتره سړک په دې موخه سفر کړی، چې د هېواد د دغې لویې لارې په اوږدو کې د خلکو د ژوند انځور وړاندې کړي.

دغه لومړۍ لویه لار د افغانستان د څلوردېرشو ولایتونو له ډلې شپاړس ولایتونه یو له بل سره نښلوي. دغه لار د کابل، غزني، کندهار، فراه هرات او مزارشریف په څېر یو شمېر ستر ښارونه یو له بل سره تړي.

د دغې لویې لارې د جوړېدو موخه دا وه چې دا به د دغه جګړه ځپلي هېواد په اقتصادي وده کې د مهمې وسیلې حیثیت ولري. د اټکل له مخې، د افغانستان په دریو کې دوه برخې وګړي د دغه حلقوي سړک په پنځوس کلومترۍ کې ژوند کوي.

زموږ سفر د افغانستان له لوېدیځ ولایت هراته پیلېږي. دا یو اوږد سفر دی، چې په اوږدو کې یې یو خبریال د دغې لویې لارې یوه ټاکلې برخه په خپل رپوټ کې رانغاړي او بیا یې بله برخه بل خبریال ته سپاري. تر هغې چې دا سفر بېرته د هرات په لرغوني ښار کې پای ته رسي.

د دې لړۍ په لومړني پروګرام کې حفیظ الله معروف او محمد قاضي زاده له هراته د نیمروز تر دلارامه پورې د خلکو لاس ته راوړنې، ستونزې او د ژوند نورې برخې په ګوته کړي دي.