په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

امريکا ته د نواز شريف سفر او تمې

د پاکستان لومړى وزير ميا نواز شريف د امريکا له ولسمشر بارک اوباما سره د خبرو اترو په موخه هغه هېواد ته سفر کړى.

په تېره مې مياشت کې د پاکستان په پارلماني ټاکنو له بري وروسته، دا امريکا ته د لومړي وزير نوازشريف لومړى سفر دى.

اټکل کېږي چې ښاغلى شريف به د خپل سفر په ترڅ کې، له ٢٠١٤ م کال وروسته د افغانستان په ټيکاو کې د پاکستان رول او پر قبايلي سيمو د امريکا د بې پيلوټو الوتکو د بريدونو پر څرنگوالي هم له امريکايي مشرانو سره خبرې اترې وکړي.

زموږ همکار متين سمسور امريکا ته د ښاغلي شريف جاري سفر يې د يوې مرکې په ترڅ کې د حالاتو له څارونکي رحيم الله يوسفزي سره ارزولى. ښاغلى يوسفزى د مرکې په پيل کې د ښاغلي شريف د سفر پر ارزښتونو غږېږي.