په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

بي بي سي کې د ۱۰۰ ښځو کنفرانس

مارتینه نافراتیلوفا چې په ټنیس کې یې ۱۸ ځلې لومړي مقام ترلاسه کړی، د نړۍ ښځو ته دغه پیغام لري:

لومړی ـ سرحدونه یا هغه څه چې تاسو له پرمختګه راګرځوي، مات کړﺉ،

دویم ـ خپل پر ځان بارو ولرﺉ، که داسې له ځانه سره دا خبره وکړﺉ چې خپل هدف ته به رسېږﺉ، نو هغه ته به په هر بیه چې وي رسېږﺉ، د بېلګې په توګه که د ټینس لوبه لرم لوبغالي ته تر ننوتلو مخکې له ځان سره ووایم چې زه دا لوبه نه شم ګټلی، نو ښکاره خبره ده چې دا لوبه به بایلم، خو زه چې کله لوبغالي ته ورځم له ځان سره وایم، دا لوبه زما ده، زه یې ګټم او هغه زه وګټم،

دریم ـ دا چې، څنګه چې یې، هماغسې اوسه.

د سلو ښځو په دې کنفرانس کې یوې چینایي نقاشې وویل، په سوریه او افغانستان کې ښځې باید خپله را مخته شي او د یوه ګوند مشري پر غاړه واخلي.

په ځواب کې د سوريې یوې مېرمنې وویل چې ښځې د صحنې تر شا فعالیت خوښوي؛ ځکه هغه هېوادونه، چې په جګره کې وي یا د بیان ازادي نه لري، دوی نه غواړي زندانونو ته ولاړې شي.

مهم ټکي

  • د ۱۰۰ ښځو د ځانګړې لړۍ د پروګرامونو په برخه کې نن د اکتوبر ۲۵م د نړۍ له ګوټ ګوټ نه سل ښځې بي بي سي ته راغلې دي.
  • په ځینو بحثونو او مرکو کې به دې ته کتنه وشي چې په نړۍ کې د ښځو لپاره څه پرمختګونه شوي؟
  • د ۱۰۰ ښځو د لړۍ کنفرانس، بحثونه او ډېر نور مطالب زموږ په پاڼه کې لیدلی شئ.
  • ډېری ویډیويي ژوندی پروګرام په انګلیسي ژبه خپرېږي.