په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

افغانستان کې پانګونه سږکال تر ۲۰٪ ډېره شوې

په افغانستان کې د پانګونې ملاتړ اداره ایسا وايي، په دغه هېواد کې د تېر کال په پرتله سږ کال له شلو تر پنځویشت سلنې پانګونه ډېره شوې ده.

د دغې ادارې چارواکي وايي، دغه پانګونه د صنعت، زرعت او کانونو په برخه کې شوې.

د پانګونې د ملاتړ ادارې مشر وفی الله افتخار له بي بي سي سره په ځانګړې مرکه وویل، په تېرو لسو کلونو کې د پانګونې ډیر فرصتونه له لاسه ووتل، خو وايي اوس پانګوال په دې پوهېدلي چې د صنعت په برخه له رامنځ ته شویو اسانتیاوو ګټه واخلي او په افغانستان کې پانګونه وکړي.

نوموړی وايي، افغان سوداګر په افغانستان د سیاسي لېږد په اړه اندېښنمن دي، خو نوموړی باور لري، چې ټاکنې به پر خپل وخت ترسره شي.

په کابل کې زموږ همکار حفیظ الله معروف د اونۍ په ځانګړې مرکه کې له ښاغلي افتخار سره په افغانستان کې پر پانګونه غږیدلی او پرسر کې ترې پوښتلي، چې ولې یوڅوک په دغه هېواد کې پانګونه وکړي؟