په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

''د سمسرو د ښکار مخه به نیسو''

د افغانستان د چاپیریال ساتنې اداره وايي، د هغو کسانو مخه به ونیسي، چې په ځینو ولایتونو کې سمسرې ښکار کوي. د دغې ادراې د طبیعي میراثونو د ریاست سرپرست، ډاګټر جلال الدین ناصري وویل په بامیانو، جوزجان او فراه کې سمسرې ښکار شوې دي.

زموږ همکار حفیظ الله معروف له نوموړي سره مرکه کړې او په سر کې ترې پوښتلې، چې د دغه کار د مخنیوي لپاره یې کوم اقدامات ترسره کړې دي.