په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

پیلوزی، ادبي او هنري پروګرام

د افغانستان د چاپېریال ساتنې ملي بنسټ ویلي دي چې شاعران او لیکوالان باید د طبیعت او چاپیریال زیانمن شوي اړخونه انځور کړي. پر دې اړه راپور لرو.

بیا به د پکتیا د غرونو پر لور ورشو او هلته به له خپل همکار نه واورو، چې سمسو ځنګلونه، د مرغانو اوازونه، او راز راز ګلونه اوس څنګه دي. سربېره پردې به، د چاپېریال او طبیعت په اړه ښکله ييز لرو. نور څه هم لرو، راسره یې واورئ.

دغه ادبي او هنري پروګرام کابل کې مصطفی سالک جوړ کړی دی.