په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د ايران اټومي پروگرام او را دبره شوې هيلې

د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کري وايي د ايران اتومي پروګرام پر سر خبرو کې لا تر اوسه مهمې مسئلې نا حل پاتې دي.

ښاغلي کري جينيوا ته په رسېدو وويل اوس مهال کومه موافقه نه ده شوې، خو په وينا يې دې موخې ته رسېدو لپاره به د ملګريو ملتونو امنيت شورا دايمي غړي له ايران سره سخت زيار باسي.

د نړۍ ځواکمنو هېوادونو چې په جينيوا کې له ايران سره پر خبرو بوخت دي، هيله څرګنده کړې وه، چې په دغو خبرو کې به پرمختګ کېږي.

د امريکا بهرنيو چارو وزير جان کېري، د فرانسې، جرمني او بريتانيا له خپلو سيالانو سره په خپل کاري مهالوېشونو کې بدلون راوستی او د ايران اتومي پروګرام پر سر خبرو لپاره يې جينيوا ته مخه کړې ده.

زموږ همکار امان الله عمران په دې تړاو د کابل پوهنتون د فزيک استاد محمد رحمت الله تنها سره چې اوس مهال په وييانا کې د اتومي انرژۍ اېجنسۍ ته په سفر تللی، مرکه کړې او په سر کې د شته هيلو په تړاو پوښتلى.