د عکسونو البوم: د مشورتي لويې جرګې چمتووالی

مشورتي لویې جرګې د چمتوالي کمیسیون چارواکو بي بي سي ته د جرګې د جوړېدو کره ورځ په ګوته کړه.

مشورتي جرګه د کابل او واشنګټن ترمنځ په امنیتي سند کې له ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې دپاتې کیدونکو امریکايي ځواکونو پر قضايي صلاحیت او قضايي خوندیتوب حکومت ته مشوره ورکوي.

ښاغلی مدبر وايي، په دغه جرګه کې یې د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي غړو ته هم بلنه ورکړې ده او برخه په کې اخلي.