په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د مشوري لويې جرګې په اړه ځانګړې مرکه

د مشورتي لویې جرګې د چمتوالي کمیسیون چارواکو بي بي سي ته د جرګې د جوړېدو کره ورځ په ګوته کړه. د چمتووالي د کمیسیون د دارالانشاء مشر، صادق مدبر وویل، چې د راتلونکې اوونۍ د پنج شنبه په ورځ به لویه مشورتي جرګه په کابل جوړه شي او څلور ورځې به روان وي. مشورتي جرګه د کابل او واشنګټن ترمنځ په امنیتي سند کې له ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې دپاتې کېدونکو امریکايي ځواکونو پر قضايي صلاحیت او قضايي خوندیتوب حکومت ته مشوره ورکوي.

حفیظ الله معروف له ښاغلي مدبر سره ځانګړې مرکه کړې ده.