افغان کوچۍ
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

افغان کوچیان او ټاکنې

په افغانستان کې د کوچیانو د شمېر په اړه کوچیان او حکومتي چارواکي یوه خوله نه دي، کوچیان وايي دوی شاوخوا پنځه میلیونه دي، خو حکومتي اړونده اداره د دوی شمېر یوازې یو نیم میلیونه تنه ښيي. د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو را نژدې کېدونکو ټاکنو ته په کتو د کوچیانو د شمېر ارزښت زیاتیږي.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي د رایې ورکولو د کارتونو د ویش په وروستي پړاو کې کوچیانو ته له دوه ویشت زره زیات کارتونه ویشل شوي چې اوه زره یې میرمنې دي. خو کوچیان تر کومه د ټاکنو په اړه معلومات لري؟ د دوي د ټاکنو په اړه څه فکر کوي او تر ټولو مهمه دا چې کوچیان په خپل ژوند کې ټاکنو ته څه ارزښت ورکوي؟

په کابل کې زموږ همکار سمیع الله موسی زي په یو ځانګړي راپور کې د همدې پوښتنو د ځوابونو لټه کړې.