په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

"د ننګرهار د امنیت خرابولو سرچینې به وچوم"

د ننگرهار نوى والي عطاالله لودين وايي د دغه ولايت امنيت ته جدي پام اړول يې په لومړيتوبونو کې دى.

ښاغلي لودين د دغه ولايت د والي په توگه خپله دنده نن رسماً پېل کړه.

د ننگرهار والي د خپلې دندې له پرانېستې لږ وروسته بي بي سي سره په يوه مرکه کې وويل په ننگرهار کې د نا آراميو ډېرېدا لاملونو مالوم شوي او د دغو ستونزو د هوارۍ په برخه کې به گام پورته شي.

هغه ادارې فساد په ننگرهار کې بله لويه ستونزه وبلله.

یما بارز له ښاغلي لودين سره د مرکې په سر کې ترې پوښتلي چې د ننگرهار امنيت له تېرو دوو کلونو راهيسې په تدريجې ډول خراب شوى، د ښه کولو لپاره يې څه راز يوۀ ميکانيزم ته مخه شوې؟