په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

"هندي سوداګر افغانستان کې پانګونې ته لېوالتیا لري"

د هندوستان په پلامېنه ډیلي کې د افغانستان په تړاو د یوه نړېوال اقتصادي کنفرانس لپاره وروستۍ تیارۍ نیول کېږي.

ټاکل شوې چې له افغانستان سره د سوداگرۍ تر نامه لاندې دغه دوه ورځنۍ نړېواله ناسته سبا د (نومبر ۱۸مه) جوړه شي.

په دې ناسته کې د ۱۹ هیوادونو شاوخوا ۲۵۰ تنه سوداګر او پانګه وال برخه اخلي او په څنډو کې به یې د افغانستان محصولات هم نندارې ته وړاندې شي.

په هندوستان کې د افغانستان سفير شیدا محمد ابدالي وايي دا نړېواله اقتصادي غونډه د استانبول د بهير برخه ده او افغانستان ته د پانگې د ورماتولو په برخه کې به ډېر اغېز ولري.

ښاغلي ابدالي له یما بارز سره په خبرو کې وويل چې د هند په سوداگريزه ټولنه کې په افغانستان د پانگونې لپاره لېوالتيا شته او افغان سوداگر او چارواکي به هڅه وکړي چې د دغې غونډې له لارې د نورو هېوادونو سوداگر چې په دغه کنفرانس کې گډون کوي په افغانستان کې پانگونې ته وهڅوي.