حامد کرزی
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

کرزی: د امنیتي تړون پر ځینو ځانګړو ټکو اختلاف دی

د افغانستان ولسمشر حامد کرزی وايي، له امریکا سره په امنیتي تړون کابل او واشنګټن هڅه کوي، چې تر ډېره خپلې ګټې خوندي وساتي، خو وايي، چې تر یوه بریده امریکا ورسره په امنیتي تړون کې د افغانستان غوښتنې او ګټې ساتل منلي دي.

د دغه تړون پښتو او دري ته ژباړل شوی متن به د مشورتي لویې جرګې پر ګډونوالو ووېشل شي، چې ولسمشر ته پرې د تړون لاسلیکولو او یا نه لاسلیکولو مشورې ورکړي.