په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

فيضي: ولسمشر امنيت د تړون لاسليکولو شرط گڼي

افغان ولسمشر حامد کرزی وايي که مشورتي لويه جرګه له امنيتي تړون سره موافقه وکړي او ملي شورا يې تصويب کړي، نو امنيتي تړون دې هغه مهال لاسليک شي چې انتخابات په سم ډول ترسره شوي وي.

د افغانستان د ولسمشر حامد کرزي وياند ايمل فيضي د بي بي سي له پښتو ماښامنۍ خپرونې سره په خبرو کې لويې جرگې ته د ولسمشر د خبرو سپيناوى وکړ.