په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

"له تړون مخکې د رڼو ټولټاکنو ترسره کولو ډاډ اړين دی"

د افغان ولسمشر وياند اېمل فيضي وايي ولسمشر حامد کرزی ټينګار کوي چې د امنيتي تړون له لاسليک مخکې بايد امريکا د رڼو ټولټاکنو ترسره کولو کې د همکارۍ ژمنه وکړي.

ښاغلي فيضي په کابل کې له حفيظ الله معروف سره په يوه ځانګړې مرکه کې وويل "موږ باید له امریکا پياوړې ژمنې واخلو، چې په ټاکنو کې به مداخله نه کوي او د رڼو ټاکنو لپاره، چې ټولو افغانانو ته دمنلو وړ وي، له موږ سره به همکاري کوي".

ښاغلی فيضي وايي ولسمشر کرزي د امريکا له بهرنيو چارو وزير سره په ټلفوني خبرو کې پر دط هم ټينګار وکړ چې د "افغانانو پر کورونو د بهرنیو ځواکونو چاپې بندي شي".