مشورتي لویه جرګه
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

له امنیتي تړون سره د ایران مخالفت

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي له امریکا سره د افغانستان د امنیتي تړون پر سر د سلا مشورو لپاره د مشورتي لويې جرګې پرانیستونکې وینا کې وویل، ان که چېرې جرګه او د افغانستان پارلمان له امریکا سره پر امنیتي تړون مثبت رایه هم ورکړي، دغه تړون به له سالمو ټاکنو وروسته لاسلیک شي.

همدارنګه، ولسمشر وویل چې د امنیتي تړون د لاسلیکېدو په اړه یې له یو شمېر هېوادونو سره سلامشورې کړې دي، خو یوازې ایران له دغه تړون سره کلک مخالفت ښوولی دی، داسې تړون چې امریکا ته په افغانستان کې د لسو کالو لپاره د پاتې کېدو اجازه ورکوي.