په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

جرګې له امریکا سره امنیتي تړون تایید کړ

په کابل کې د ولسمشر حامد کرزي له لوري له امریکا سره د امنیتي تړون پر سر مشورتي لویې جرګې ددغه تړون لاسلیکېدل تایید کړل او ویې ویل، چې تر راتلونکې یوې میاشتې پورې باید دغه تړون لاسلیک شي.

ولسمشر حامد کرزي یې په غبرګون کې وویل، په هغه صورت کې دغه تړون لاسلیکوي، چې امریکا افغانانو ته سوله او امنیت راولي. طالبانو دغه مشورتي لویه جرګه غندلې او یو نمایشي کار یې بللی دی.