په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

ايا لويديځ هغه څه ترلاسه کړل چې تمه يې درلودله؟

د ايران او د نړۍ له شپږو ځواکمنو هېوادونو سره د شوې موافقې له مخې تهران ژمنه کړې چې له پنځه سلنې نه پورته د يورانيمو پخول ودروي. تهران دا رنگه ژمن شوى چې د خپلو پخو شويو يوارنيمو شل سلنه شنډ کړي. دا د يورانيمو هغه سلنه ده چې ناپرمختللې اټومي وسلې پرې جوړېداى شي.

د نړۍ ځواکمن هېوادونه به د دې په بدل کې د ايران پرضد لگول شوي اقتصادي بنديزونه په موقتي ډول يوڅه نرم کړي.

که څه هم چې له تهران سره دغه موافقه د اوباما د ادارې لپاره يو ستر برى بلل کېږي خو اسراييلو ورسره مخالفت کړى.

د اسراييلو لومړي وزير بن يمين نتن ياهو دا د نړۍ په تاريخ کې يوه ستره تيروتنه بللې ده.

ايا دا هغه څه و چې لويديځ يې غوښتنه کوله؟

د ايراني چارو له کارپوه ډاکتر عيسي ستانکزي سره د متين سمسور مرکه.