په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

بشري حقونو د مصري نجونو نیول غندلي

د مصر یوې محکمې د مخکني ولسمشر محمد مرسي د ملاتړ او په مصر کې د اړدوړ جوړولو په تور ۲۱ نجونې نیولې د ۱۱ کلونو سزاګانې یې ورته اورولې دي.

دوی په یوه لاریون کې تر ګډون کولو وروسته نیول شوې، خو ځینې کورنۍ وايي، چې لوڼې یې ښوونځیو ته د تګ پرمهال امنیتي کسانو نیولې دي. د مصر دغه ګام د بشري حقونو د مدافعو سازمانونو له لوري غندل شوی دی.