لاندینی غږیز مطلب ډونلوډ کړئ

اوچت کیفیت mp3‏ (3.8 میګابایټ)

د سولې شورا: له ملا برادر سره مو ونه لیدل

28 نومبر 2013 - 07 لیندۍ 1392 د خپرېدو نیټه 12:01 گرینویچ

د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، پاکستان ته د دوی د پلاوي په وروستي سفر کې دوی د طالبانو له لوړپوړي چارواکي ملاعبدالغني برادر سره په لیدنې نه دي توانېدلي.

د دغې شورا یوه چارواکي قاضي محمد امین وقاد بي بي سي ته ویلي، چې د دوی پلاوي د پاکستان د لومړي وزیر په ګډون یو شمېر لوړپوړو چارواکو سره کتلي او پاکستاني حکومت ورسره ژمنه کړې، چې په نږدې راتلونکي کې به له طالبانو سره د دوی د خبرو زمینه برابره کړي.

زموږ همکار ګلستان شینواري له ښاغلي وقاد سره په دې اړه یوه مرکه کړې او په سر کې یې د سولې شورا د دغه وروستي سفر د جزیاتو په اړه پوښتلی.