په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

ملا برادر سره کتنه، ضد او نقيض خبرې

د پاکستان لومړي وزير نواز شريف کابل ته د خپل سفر په ترڅ کې يوځل بيا وويل هر هغه پلاوى چې د افغان حکومت په استازيتوب له ملا برادر سره د کتنې په موخه پاکستان ته ولېږل شي نو کولاى شي چې له نوموړي سره وويني، او دوى به يې زمينه برابروي.

خو د ښاغلي شريف دا څرگندونې په داسې حال کې مخې ته راځي چې د افغانستان د سولې د عالي شورا د مشر صلاح الدين رباني په مشرۍ يو پلاوى لږ موده وړاندې همدغه مقصد لپاره پاکستان ته تللى و، لومړنيو رپوټونو له ښاغلي برادر سره د پلاوي د کتنې خبر ورکړ، خو بيا وروسته په خپله د افغان پلاوي له لوري رد شو.

ولې له ملابرادر سره د کتنې په تړاو دومره ضد او نقيضې خبرې کېږي؟

دا پوښتنه يما بارز په اسلام آباد کې زموږ د همکار او د چارو څارونکي احمد ولي مجيب مخې ته ايښې.