په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

باز د استرالیا د ځنګل خپل سفر په ویډيو کې ثبت کړی

په استرالیا کې یوه باز د طبیعي ځنګلونو پرسر د خپل سفر جریان په کامره کې ثبت کړی دی. دغه کامره باز له هغه ځایه غلا کړې ده، چې ځنګل ساتونکو د استرالیا شمال لوېديځ ځنګلونو کې د تمساحانو د تصویرولو لپاره نصب کړې وه، خو څوک خبر وو چې باز به خپل نژدې ۱۱۰ کیلومتره سفر پرې ثبتوي.

د تېرې دوشنبې په ورځ ځنګل ساتونکو د باز ثبت کړې وېډیو خپره کړه، چې د باز وزرونه پکې ښکاري خو کامره یې ټينګه نیولې ده، بیا وروسته د کامرې ښيښه په مښوکه وهي.

ساتونکو دغه کامره د مارګریت نهر پرڅنډه ځنګل کې نصب کړې وه.

خو کله چې ساتونکو کامره وکتله، نه وه، د لټون پرمهال کې د ماري نهر پر څنډه ومونده، همدا وو چې ساتونکو پرېکړه وکړه تر دې وروسته به کامرې پر ځمکه نصبوي، نه له ځمکې لوړې.