په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

نادیه خان: د ولس گټو لپاره به د ناټو اکمالاتو لارې تړلو ته دوام ورکوو

د امریکا د دفاع وزارت ویلي، پاکستان کې د امنیتي اندېښنو او عمومي اعتراضونو له کبله یې د تورخم له اکمالاتي لارې افغانستان ته د خپلو اکمالاتي توکو د لېږد لړۍ ځنډولې ده.

دغه گام وروسته له هغې پورته شوی چې د خيبر پښتونخوا پر ايالتي حکومت واکمن د عمران خان د تحريک انصاف گوند د امريکا بي پيلوټه الوتکو بريدونو ته په احتجاج کې يې دتورخم لاره افغانستان کې ميشتو ناټو ځواکونو د اکمالاتي کاروانونو پرمخ وتړله.

په افغانستان کې د امریکا او ناټو ځواکونو نژدې نیمايي اکمالاتي توکي د پاکستان له لارې افغانستان ته لېږدول کېږي، چې تر ډېره د خیبر پښتونخوا ایالت له لارې د تورخم له دروازې تېرېږي.

په همدې اړه د پاکستان د تحريک انصاف غورځنگ له يوې چارواکې ناديه خان شير سره د متین سمسور مرکه.

د پاکستان د تحريک انصاف غورځنگ ېوه چارواکې ناديه خان شير وه چې ويل يې د پاکستاني ولس د گټو لپاره د د تورخم له لارې د ناټو اکمالاتو لارې تړلو ته همداسې دوام ورکوي .