په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د ولسمشر کرزي څرګندونې څه پایلې درلودلی شي؟

افغان ولسمشر حامد کرزي د فرانسې له یوې ورځپاڼې سره مرکه کې ویلي چې د امنيتي تړون د لاسليکولو لپاره د امريکا د متحده ايالاتونو فشار استعماري چلن ته ورته دى.

ولسمشر کرزی یو ځل بیا پر خپل دریځ ټینګار کړی او وايي تر هغې چې شرطونه يې ونه منل شي تړون نه لاسليک کوي.

له څه وخت نه چې د دې تړون په مسودې خبرې پيل شوې دي د امريکا او افغانستان د حکومتونو ترمنځ پرې د لوړې کچې خبرو سره سره اختلافونه موجود وو، تېره مياشت د لوېې جرگې لخوا د دې له تايدولو وروسته د ولسمشر کرزي شرطونو د کابل واشنگټن ترمنځ په ظاهره اړيکې ترينگلې کړي دي.

دا ډول ترینګتیا څه پایلې درلودی شي، ګټه یې چا ته رسېږي.

په دې اړه د سیاسي چارو له شنونکي شیرجان احمدزي سره د عنایت الحق یاسیني مرکه.